امنیت

په هرات کې په تېره يوه مياشت کې دشلو انسان تښتوونکو نيول کېدل

کابل / دلړم  ١٧مه باختر :
دهرات سيمه ييز مسوولان وايي چې ددغه ولايت دملي امنيت رياست منسوبانو شل تنه چې دانسان تښتونې په قضيو کې يې لاس درلود نيولي دي .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد وايي چې ددغه ولايت دملي امنيت رياست په هرات کې دخپلو اطلاعاتي عملياتو په دوام د ډول ډول جرمونو دکمښت لپاره په تېره يوه مياشت کې  دانسان تښتوونکو زيات بانډونه دړې وړې کړي دي .
دهرات دوالي وياند څرګنده کړه چې دهرات دملي امنيت رياست په تېره يوه مياشت کې په دې بريالي شوى دى چې دهرات په ولسواليو کې په خپلو اطلاعاتي او پوځي عملياتو کې مهم انسان تښتوونکي بانډونه وپيژني او دړې وړې کړي .
فرهاد زياته کړه چې په تېره يوه مياشت کې دهرات دملي امنيت دکارکوونکو دعملياتوپه بهير کې  شل تنه مشهور انسان تښتوونکي  په هرات ښار او اړوندو ولسواليو کې وپيژندل شول او ونيول شول .
هغه څرګنده کړه چې دغه کسان ګلران ، انجيل اوګذرې په ولسواليو کې دملي امنيت دادارې دڅو عملياتوپه بهير کې  نيول شوي دي .
دفرهاد دڅرګندونوله مخې، ددغوانسان تښتوونکو په نيول کېدو سره څه دپاسه يوميليون افغانۍ نغدې پيسې او ډول ډول جنګي وسايل  او تجهيزات هم دملي امنيت دځواکونو لاس ته ورغلي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته