هرات باختر دچنګاښ دمياشتې ١٧ :
کشفي او اطلاعاتي ځواکونوپه تيرو دريو مياشتوکې په هرات ولايت کې د کابو سلو تروريستي بريدونو او د ماين د چاودنو مخه نيولې ده.
د هرات د والي وياند په دې موده کې په هرات کې د جرمونو د کچې د ټيټوالي او د جرم د کشف او د مجرمينو د نيونې د کچې دلوړوالي خبر ورکړ او د جرمونو د کنترولولو په خاطر يې د امنيتي ځواکونو هلې ځلې وستايلې .
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي: په تيرو دريو مياشتوکې اطلاعاتي او استخباراتي ځواکونه د کابو سلو ماينونو په کشف او شنډولو او د هرات ښار او د اړوندو ولسواليو په کچه د څو تروريستي بريدونوپه مخنيوي بريالي شوي دي.
فرهاد زياته کړه: په دې موده کې ١٤٧ تنه تروريستان چې د جنايتکارو او ډار اچوونکو ډلو په چوکاټ کې يې فعاليت کاوه، دامنيتي ځواکونوله خوا نيول شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل