په هرات کې پر يو ماشوم د جنسي تيري په تور د جومات د يوه مدرس نيول کېدل

کابل/ باختر/  د غبرګولي ٢٦مه
هغه کس چې پر يوه ماشوم باندې جنسي تيرى کړی و، ونيول شو .
د هرات ښار د دولسمې ناحيې اوسنى اوسيدونکى او د بابا غريب په جومات کې د ماشومانو د تدريس مسوول امر الحق کله يې چې پر يو ماشوم جنسي تيرى کړی و، د سيمې د خلکو له لوري له نيولو وروسته امنيتي ځواکونو ته وسپارل شو.
  د هرات ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې د اسلامي علومو پر دغه مدرس پر ماشومانو د جنسي تيري د څو مواردو تور لګول شوى او يو شمېر کورنۍ هم پر هغه باندې ادعا لري.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته