په هرات کې پرون ۳۸ تنه په ترافيکي پيښه کې ټپيان شول

کابل/ باختر/ د تلې د مياشتې  ۳مه :
په هرات  ښار کې پرون د يولړ ترافيکي پيښو له امله ۳۸ تنه ټپيان شول .
د هرات د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکتر محمد عارف جلالي  دباختر آژانس له خبريال سره په يوه ځانګړې مرکه کې په ترافيکي پيښوکې د اته ديرشو تنو د ټپي کيدو خبر ورکړ او ويې ويل چې پرون ۳۰ تنه نارينه، درې ميرمنې او پنځه ماشومان  د ترافيکي پيښو له امله ټپيان شوي او د درملنې په خاطر دغه روغتون ته ليږدول شوي دي .
ده د هغو پنځو تنو د ټپي کيدو  يادونه هم وکړه چې په ډزو سره ټپيان شوي دي او زياته يې کړه: يو بل تن د ډزو له امله  مړ شوی و او مړی يې روغتون ته ليږدول شوی دی  .
ده دغه راز  د وهلو او ډبولو له امله د اووه ويشتو تنو د ټپي کيدو يادونه هم وکړه
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته