په هرات کې پرسلما بند د طالبانو بريد: يوشمېرپوځيان ووژل شول
کابل / د چنګاښ ١٤مه / باختر
په هرات کې پرسلما بند د طالبانو په بريد کې ١٣ پوځيان ووژل شول.
د رارسېدلو خبرونوله مخې، يرغلګرو تېره شپه د ملي اردو د سرتيرو په پوستې چې د سلما بند د ساتنې مسووليت پرغاړه لاره بريد وکړ.
د هرات يوې امنيتې سرچېنې چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي باخترآژانس ته وويل: د يرغلګرو په دې بريد کې د ملي اردو ١٣ سرتيري ووژل شول.
هغه وويل؛ د قرارګاه په سقوط سره کومکي ځواکونه د مرستې لپاره ساحې ته لاړل او اوس د سلما بند د امنيت قرارګاه د پوځيانو په لاس کې ده.
په هرات کې سيمه ييز او جګپوړي پوځي مقامات په دې اړه څه نه دي ويلي.
د سلما بند په افغانستان کې د اوبو له سترو بندونو څخه دى .
د افغانستان امنيتي اواستخباراتي چارواکو په وار وار پر سلما بند د بم ايښودلو او له منځه وړلو په اړه د طالبانو د هڅو په هکله خبرې کړي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
\ ذ