ټولنه

په هرات کې ٩٠ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

کابل / د وږي ٢٧مه / باختر
نوي پرمختیايي پروژې په هرات کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د واټونو، د ښوونځیو لپاره د تاسیساتو، د اوبولګولو او د څښاک اوبو د برابرولو د شبکو، د کانالونو، پلونو او پلګوټو جوړول شامل دي.
د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت معین معراج الدین شمس باختر آژانس ته وویل چې دغه پروژې د ياد وزارت د ۴۱۶ میلیونو افغانیو په لګښت د هرات په مرکز او ولسوالیو کې تطبیقې شوې دي.
په همدې حال کې په هرات کې د ولسي تړون د ملي پروګرام او د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارت د کلیوالي لارو د جوړولو په مالي همکارۍ د لسګونو نورو پرمختیايي پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
دغه پروژې د نورو ښېګنو ترڅنګ، په هرات زرګونو ځوانانو ته د کارزمینه هم برابره کړې ده.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته