ټولنه

په هرات کې ٤٠٠ کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل / د وږي ۲۶ مه / باختر
په هرات ښار کې پر ٤٠٠ اړو کورنيو بشردوستانه مرستې ووېشل شوې.
پر دغو کورنيو د بهرنيو او کورنيو مرستندويو بنسټونو په همکارۍ اوړه، غوړي، وريجې، لوبيا او چاى ووېشل شول.
د هرات د رسنیو دفتر ویلي دي چې په تېرو درېيو شپو او ورځو کې پر څه دپاسه ٤٠٠ کورنيو خوراکي توکي ووېشل شوي دي.
دغو کورنيو د جګړو، سېلاوونو او کرونا ويروس له امله زيانمنې شوې دي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته