امنیت

په هرات کې يو ماشوم دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو .

کابل باختر دزمري دوه ويشتمه :
يو ماشوم  چې ديوې ډلې انسان تښتوونکو له خوا له هرات ښار څخه تښتول شوي و ،  دملي امنيت  درياست  دمنسوبينو په چټکو عملياتو کې ازاد او کورنى ته يې وسپارل شو .
  دغه ماشوم  دهرات ولايت دانجيل ولسوالۍ  د رباط ترکان  له سيمې  څخه  له  تښتولو څخه لږ وروسته ازاد شو .
  دهرات والي  محمد اصف رحيمي نن  دملي امنيت په رياست کې په يوه خبري غونډه کې ددغه خبرپه اعلامولو سره دپنجشنبې  دورځې دچاودنې دعاملينو دنيولو خبرورکړ .
دهرات والي  دملي امنيت درياست دمنسوبينو  دهلوځلو دستاينې په ترڅ کې وويل  ددغه انسان تښتوونکي مسوول  ددغه ماشوم دتښتونې په وخت کې نيول شوى دى .
دهرات دوالي دڅرګندونوله مخې ، ددغې انسان تښتوونکي ډلې فعاليتونه دروان کال  دزمري دمياشتې  له پنځمې نيټې څخه راپديخوا دملي امنيت درياست  داوپراتيفي  څانګې تر کار لاندې و .
په همدې حال کې دهرات ولايت امنيه قوماندان جنرال امر خيل هم  انسان تښتوونکو ته خبردارى ورکړ او ويې ويل دپوليسو ځواکونو ته لارښوونه شوې ده چې دقانون له مخې ،  دانسان تښتوونکو او د نظم دګډودوونکو  په وړاندې جدي چلند وکړي .
که چيرې جنايتکاران مقاومت وکړي پرې ډزې وکړ‌ئ .
داپه داسې حال کې ده چې  دتيرو دوو مياشتو په بهير کې  پنځه څلويښت تنه  دانسان تښتوونې دقضيو په اړوند اويوسلو شپيته تنه دغير قانوني فعاليتونو په تور په هرات ولايت کې دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته