په هرات کې يو تن د چاوديدونکو توکو د ساتنې په تورونيول شو

 کابل/باختر/دغبرګولي دمياشتې ١٤نيټه :
د هرات ولايت پوليسو يو تن د چاوديدونکو توکو دساتنې په  تور ونيوه .
دغه کس چې هرات ولايت دانجيل ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى دى په دغې ولسوالۍ   کې دامنيتي مامورانو له خوا دچاوديدونکو توکو دساتنې په تور ونيول شو.
دهرات ولايت يوه امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل ؛  له دغه سړي څخه  باروت ډوله ٢کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ، يوه  بورۍ چرس ډوله د نشه يي توکو پاڼې ، دوه شارژورونه  او ديرش ګولۍ ترلاسه شوي دي.
نيول شوي کس په ډاراچوونکو ډلوکې په  خپل غړيتوب اعتراف کړى دى .
پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته