په هرات کې يو تن د الکولي مشروباتو د تولید په تور نیول شوی دی
کابل/ د سلواغې ٢٩ / باختر
د هرات د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې یې یو تن د الکولي مشروباتو د تولید او پلور په تور نیولی دی.
د هرات يوې امنيتي سرچينې باختراژانس ته وويل؛ له دغه سړي څخه دوه سوه لېټره الکولي مشروبات او په لسګونو کيلوګرامه د الکولي مشروباتو جوړولو مواد ترلاسه شوي دي.
نيول شوي سړي په لومړنيو تحقيقاتو کې د شرابو په توليد او پلور اعتراف کړى دى.
\ ذ