په هرات کې يو تن ديرغلګرو په ډزو کې ووژل شو
کابل باختر د وري دمياشتې ٢ :
يو تن پرون په هرات ولايت کې ترور شو.
دغه پنځه ويشت کلن سړى پرون ناوخته دهرات ښار دحوض کرباس په ساحه کې دناپيژندل شويو کسانوله خوا په ډزو سره ووژل شو.
دهرات دپوليسو يو مقام له باخترآژانس سره په اړيکه کې وويل چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.
تراوسه پورې ددغې وژنې علت نه دى مشخص شوى.