کابل باختر دکب ديارلسمه :
يوې پوليسې ميرمنې په هرات ولايت کې په دوو نارينه و ډزې وکړې .
په دې پيښه کې چې پرون ناوخته رامنځته شوه يو نارينه ټپى شوى دى .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ يو مقام باختراژانس ته وويل چې دغو دوو تنو دغه پوليسه تعقيبوله او له همدې امله هغې په دوى ډزې کړې دي .
دغې پوليسې دهرات په ځانګړې قطعه کې دنده ترسره کوي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ