کابل- باختر دکب دمياشتې ٩
يوه ښځه چې د انسان تښتونې ، وژنې او له طالبانو سره داړيکو تور پرې لګول شوى دى دهرات ولايت ديوې محکمې له خوا په اعدام محکومه شوه .
دغې ښځې له خپلو جرمي همکارانو سره څه موده مخکې يو سړى تښتولى او وژلى و او په عين حال کې دهغه له کورنۍ څخه يې پيسې هم اخيستى وې .
ددغى ښځې دوسيه د کورني او بهرنۍ امنيت پرخلاف دجرمونو د ديوان په علني قضايي غونډه کې چې د هرات داستيناف محکمې د رييس قضاوتوال سيد عبدالغفار په مشرۍ جوړه شوې وه وڅيړل شوه.
دسندونو او شواهد له څيړنې وروسته محکمې دغه ښځه د وژنې ، انسان تښتونې او له طالبانو سره داړيکو په جرم په اعدام محکومه کړه .
دمحکمې پريکړه وروستۍ پريکړه نه ده.
0 1 دقیقه لوستل