په هرات کې نرى رنځ داخته کسانو شمير زيات شوې دي .

-کابل باختر د وري  اتمه :
دنرى رنځ نړيواله ورځ دهرات ولايت دعامې روغتيا  درياست له خوا دهرات ښار  د محجوبه  هروي په ليسه کې ونمانځل شوه .
دخبرونو له مخې،  په هرات کې دنرى رنځ  ناروغي  زياته شوې ده .
دهرات ولايت دعامې روغتيا درياست مرستيال  محمد اصف کبير دنرى رنځ  دنړيوالې ورځې په مناسبت  دعامې روغتيا دوزير  فيروز الدين فيروز دپيغام  دلوستلو په ترڅ کې وويل موږ  دهېواد  د طبابت دبرخې خدمتګاران ددغې تاريخي ورځې  ددرناوى په درشل کې  دنرى رنځ دناروغي دکنترول  په لاره کې خپله ژمنه نوي کوو . او له پخوا زيات هلې ځلې کوو .
دغه راز  دهرات ولايت  دعامې روغتيا درياست يومسوول  ډاکترعبدالرحمن احمدي  دنرى رنځ  دناروغي  دنښو نښانو ، خطرونو او تاريخچې په بيانولو سره  داطلاعاتو اوفرهنګ ، حج او اوقافو ، پوهنې او دهرات پوهنتون  له  رياستونو  څخه دمننې په څرګندولو سره وويل  په  ٢٠١٧ کال کې په هرات ولايت کې دنرى رنځ دوه څلويښت زره اووه سوه  اتيا  احتمالي پيښې  معاينه شوي دي . چې په هغو کې درې زره  دوه سوه  اته اويا مثبتې پيښې  تشخيص  او تر درملنې لاندې نيول شوي دي .
په هرات ولايت کې دنرى رنځ دتشخيص او درملنې  پنځوس مرکزونه شته  او په وړيا ډول ناروغان  تداوي کوي  چې يوولس مرکزونه يې  په خصوصي روغتونونو پورې مربوط دى .
  په همدې حال کې داطلاعاتو اوفرهنګ  درياست استازى او دنرى رنځ  دناروغى  دله منځه وړلو دپروګرام دغونډو غړى  بصير احمدجويا دنرى رنځ ناروغى  دپيژندلو او له منځه وړلو په اړوند  دپوهاوي ورکولو دښو پايلو په ترڅ کې وويل  داطلاعاتو اوفرهنګ رياست  دخپلو  فرهنګي پروګرامونو تر څنګ  دعامې روغتيا له ادارې سره  همکار دى او دپوهاوى او اطلاع رسونې  په برخو کې  دعامې روغتيا له رياست سره  هراړخيزه همکاري کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته