ټولنه

په هرات کې له پنځه سوه تنو اړوکورنيو سره مرسته وشوه

هرات باختر دچنګاښ دمياشتې  ٣ :
د هرات ولايت د ټولنيز سازمان اختريزه مرسته په پنځه سوه اړوکورنيو وويشل شوه.
په دغو مرستوکې خوراکي توکي شامل دي چې د نيکمرغه کوچني اختر په درشل کې د ولايت د مقام د سرپرست او د انصار زون د قوماندان جنرال محمد جمعه عديل په شتون وويشلې شوې.
دغه مراسم چې په غازي امان الله خان سالون کې ترسره شوي و، جنرال عديل له اړوکورنيو سره د بشر دوستانه مرستو د برابرولو په خاطر د ځوانانو د ټولنيزې سازمانو له نوښت څخه قدرداني وکړه او دغه اقدام يې يو ښه کار وباله.
د هرات ولايت سرپرست د دغه پروګرام د ترسره کوونکو ته د اوږد عمر او سعادت غوښتنه وکړه.
عديل وويل: هيله لرم هغه ورځ ورسيږي چې په ټولنه کې آرامۍ او سوکالۍ رامنځته شي او د بېوزلو ستونزې حل شي .
په دې غونډه کې د هرات ولايت د ځوانانو د ټولنيز سازمان رئيس فکوري هم د اړوکسانو د لاس نيولو په موخه د دغه پروګرام له دوام څخه ډاډ ورکړ.
ده له ځوانانو څخه وغوښتل چې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د فرصت غوښتوونکو افرادو د فعاليت مخه ونيسي .
دا د ځوانانو د ټولنيز سازمان لومړى پروګرام دى چې په هرات ښارکې د نيکمرغه اختر په درشل کې ترسره کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته