په هرات کې له دولسو زرو بېځايه شويو کورنيو سره مرسته

دهرات ښار باختردوږي دمياشتې ١٨نيټه : په هرات ولايت دولس زره بېځايه شوې کورنۍ د دغه ولايت د مهاجرينو رياست د ټيم له خوا سروې او په هغوى نغدي او بشردوستانه مرستې وويشلې شوې. د هرات د مهاجرينو رئيس احمد جاويد نادم نن د دغه ولايت د مطبوعاتو په مرکز کې په يوه خبري غونډه کې په هرات ولايت کې له نورو ولايتونو څخه د زياتو بېځايه شويو کورنيو د راتللو، وزګارتيا، لوږي او د نا امنيو خبر ورکړ . ده وويل: اوس هره ورځ په سلګونو تنه بېځايه شوي کسان چې په هغو کې بې سرپرسته ښځې، معيوبين، ماشومان او روږدي کسان شامل دي، دغې ادارې ته مراجعه کوي. د مهاجرينو د ادارې رئيس د ايران له پولې څخه د٩٩ زرو شړل شويو مهاجرينو خبر هم ورکړ او زياته يي کړه چې دغه کسان په بېلابېلو کټګوريوکې شامل دي. د هرات د مهاجرينو د رئيس د څرګندونوله مخې، په روان کال کې په هرات ولايت کې ۱۶ زره کورنۍ ځاى پرځاى شوې دي چې دهغوی له جملي څخه ۱۲زره تنه يې د همکارو موسسو له خوا د اسلام قلعه په پوله کې سروې او د مرستې او موقتې سر پناه مستحق پيژندل شوې دي. ښاغلي نادم دغه راز د دوه نيم زره نويو بېځايه شويو کورنيو خبر هم ورکړ او ويې ويل: ټاکل شوې ده په کورنيو بېځايه شويو د استوګنې اته زره ۵۰۰ نمرې وويشل شي. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته