کابل باختر دزمري دوه ويشتمه :
دهرات پوليس دالکولي مشروباتو په کشف او ضبطولو بريالي شول .
دوه اتيا بوتله الکولي مشروبات چې له ګلران ولسوالۍ څخه په يو فلانکوچ موټر کې دهرات ښار ته ليږدول کيدل د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ دپوليسو په همکارى له نشه يي توکوسره دمبارزې مديريت دکارکوونکو له خوا د هرات – تورغندي دلويې لارې په اوږدو کې کشف او ترلاسه شول .
دهرات ولايت يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې ددغې پيښې په اړوند دوه تنه چې دهرات ولايت اوسيدونکي دي نيول شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم