په هرات کې زلزله ځپلو ته ۵۴۷ نور کورونه هم وسپارل شول

کابل، د سلواغې ۲۳ مه، باختر
د هرات زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون چارواکي وايي چې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو او سپارلو په لړ کې یې دا ځل د رباط سنګي ولسوالۍ په څلورو کلیو کې ۵۴۷ نور کورونه زلزله ځپلو ته وسپارل شول.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ريئس او د هرات زلزله ځپلو ته د رسېدنې کېسون وياند مولوي احمدالله متقي د باختر آژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل چې دوى توانيدلي د قربانيانو لپاره څلور زره کورونه جوړ کړي چې له دې جملې څخه څه د پاسه ٩٠ سلنه خلکو ته وېشل شوي دي.
متقي زیاته کړه، چې د دغو ۵۴۷ کورونو د جوړولو لګښت له ۱۲۰ میلیونو افغانیو څخه زیات د اړوند کمېسیون له خوا ورکړل شوی دی.
د صديقی آباد ساختماني او سړک جوړونې شرکت رييس انجینير جمعه خان چې د يادو کورونو د جوړولو مسووليت يې پر غاړه و، وايي چې دغه کورونه د انجنيرۍ له معيارونو سره سم جوړ شوي دي.
بلخوا د دغو څلورو کلیو اوسېدونکي چې اوس د کورونو خاوندان شوي وايي چې په دې سړه هوا کې اسلامي امارت له دوی سره ډېرې مرستې کړي او له زیانمنو سره په بېلابېلو برخو کې د لا زیاتو همکاریو غوښتونکي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته