خبرونهټولنه

په هرات کې زلزله ځپلو ته یو بل ښارګوټی هم جوړ شو

کابل، د مرغومې ۱۹مه، باختر
د هرات د زنده جان ولسوالۍ په ازغالک کلي کې د ۲۵ کورونو لرونکي یوه ښارګوټي د جوړولو چارې بشپړې او زلزلې ځپلو ته وسپارل شو.
د ځایي مسوولینو په وینا، دغه ښارګوټی د ترکیې د ادیف خیریه بنسټ له خوا د دوو مبیاشتو په موده کې جوړ شوی او نن د هرات د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې زلزله ځپلو کورنیو ته وسپارل شو.
په ورته وخت کې هغه کسام چې دغه کورونه ورته سپارل شوي خوښ دي او وايي چې دولت او مرستندويه بنسټونه ورته پر وخت پاملرنه کړې ده.
هېره دې نه وي چې اوسمهال هم د هرات زلزلې ځپلو کورنیو ته د سرپناه جوړولو لړۍ دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته