خبرونهټولنه

په هرات کې زلزله ځپلو ته لسګونه نور کورونه هم وسپارل شول

کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر
د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته ۶۹ نور کورونه هم وسپارل شول.
زلزله ځپلو ته د کورونو د جوړولو او تسلیمولو په لړ کې دا ځل د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین، د سرې میاشتې د لوېدیځ زون رئیس، د هرات زلزله ځپلو کمېسيون او د اطلاعاتو او کلتور ریيس او خلکو په حضور کې ۶۹ نور کورونه د قمر خيريه بنسټ د مسوولينو له خوا جوړ او زلزله ځپلو ته وسپارل شول.
د یادو کورونو د سپارلو پرمهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي وویل:”اسلامي امارت په دغو کورونو کې د ژوند ټولې اړتیاوې په پام کې نیولې او په راتلونکي کې به د دغو خلکو ستونزې حل شي”.
ورته مهال د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس او د هرات د زلزله ځپلو کمېسيون وياند مولوي احمدالله متقي وايي، چې د زنده جان ولسوالۍ په سربلند او نايب رفيع کليو کې د قمر خيريه بنسټ له خوا شاوخوا ٦٩ کورونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
متقي زیاته کړه چې د دغو کورونو د جوړولو لګښت ۴۸ میلیونه افغانۍ د قمر بنسټ له خوا ورکړل شوی او دا مهال اسلامي امارت په ټولو زلزله ځپلو سیمو کې خلکو ته کورونه سپارلي او یا هم د جوړېدو په حال کې دي چې شمېر یې ۴۰۰۰ ته رسېږي.
د قمر بنسټ مسوول وايي، ۶۹ کورونه يې جوړ کړي، چې ۵۴ يې په سربلند کلي او ۱۵ نور يې په نايب رفيع کلي کې دي او له نورو بنسټونو او موسسو يې وغوښتل، چې د هرات له زلزله ځپلو سره همکاري وکړي.
بلخوا ټول هغه کسان چې کورونه ورته سپارل شوي له اسلامي امارت څخه خوښي څرګندوي او وايي چې په دغو کورونو کې د دوی لپاره د اړتیا وړ ټول توکي برابر شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته