خبرونهټولنه

په هرات کې د ۵ میلیونه ډالرو په لګښت یو معیاري مسلخ جوړ شو

کابل، د غبرګولي ۱۷ مه، باختر

د هرات د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې د ۵ میلیونه ډالرو په لګښت د یو معیاري مسلخ د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د یاد مسلخ په پرانیست غونډه کې چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي معین مولوي صدراعظم عثماني هم ګډون درلود ویلي چې د خصوصي سکټور ملاتړ د کرنې وزارت په لومړیتوبونو کې دی او اوس پانګوالو ته تر بل هر وخته په هېواد کې د پانګونې ښه زمینه برابره ده.

په ورته وخت کې د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د سید احمد قصاب له لوري د ۵ میلیونه ډالرو په لګښت د څارویو د حلالولو لپاره په عصري وسایلو سمبال یو معیاري مسلخ جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغه مسلخ په پرانیستلو سره په هرات کې له نړیوالو معیارونو سره برابر او روغتیايي پاملرنو ته په کتو د غوښې تولیدات زیات شي.

باید وویل شي، چې په یاد مسلخ کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې، چې په یوه ورځ کې د ۲۰۰۰ څارویو د حلالولو وړتیا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته