په هرات کې د ۲۰ زره روږدو کسانو درملنه شوې

کابل، د سلواغې ۴ مه، باختر
په هرات ولایت کې د روږدو کسانو د درملنې په ۴ زره بستریز روغتون کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو تر اوسه د ۲۰ زره کسانو درملنه شوې ده.
د یاد ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي حیات الله روحاني باختر اژانس ته وویل چې د هرات په ۴ زره بستریز روغتون کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو تردې مهاله ۲۰ زره روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي او د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې بهیر لا هم روان دی.
نوموړي زیاته کړه، هره اونۍ د هرات په ۴ زره بستریز روغتون کې د شاوخوا سلو روږدو کسانو درملنه ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره په ټول هېواد کې زرګونه روږدي کسان راټول او د درملنې ځانګړي مرکزونو ته لېږدول شوي او خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.