په هرات کې د یو سړک د جوړولو کارپیل شو
کابل / د چنګاښ ۱۶ / باختر
د هرات د ګذرې سړک د جوړولواو پخولوکارنن پیل شو.
دغه سړک د ۱۱ کیلومترو په اوږدوالی او د ۸ مترو په سور ګذرې ولسوالۍ د هرات له لوی لارې سره نښلوي.
د فواید عامې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې دغه سړک د حکومت له بودجې څخه جوړېږي.
ټاکل شوې ده دغه سړک تر۶ میاشتو پورې به د ترافیکوپرمخ پرانیستل شي.
هیله کېږي د دغه سړک په پرانیستلوسره د کرنیزومحصولاتواو د ناروغانو په لېږدولو کې د ښار بازار او روغتونونو ته آسانتیاوې برابرې شي .
-ع