په هرات کې د یوه کال په ترڅ کې د سرطان ۶ زره ۵۰۰ ناروغان ثبت شوي

کابل، د سلواغې ۲۲مه، باختر
د هرات د حوزوي روغتون مسوولین وايي، په تېر یوه کال کې په دغه روغتون کې د سرطان ۶۵۰۰ ناروغان ثبت شوي او تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
د دغه روغتون د سرطان څانګې مسوول ډاکتر فاروق احمد صديقي د باختر آژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل چې د ناروغانو د شمېر له مخې یادې ناروغۍ ۳۰ سلنه زیاتوالی موندلی دی.
ډاکټر صديقي زیاتوي، چې يوازې په تېرو څلورو کلونو کې د هرات په حوزوي روغتون کې د سرطان په بېلابېلو ډولونو څه باندې ١٦ زره کسان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
نوموړی وايي، د ټولو ناروغانو د درملنې لپاره لږ تر لږه سل بسترونو ته اړتیا لري چې د عملیاتو خونې، رادیوتراپي او نورې آسانتیاوې ولري.
بل خوا يو شمېر ناروغان وايي، چې په تېرو کلونو کې په هېواد کې دننه د تشخيص او درملنې د اسانتياوو د نشتوالي له امله بهر ته تلل او هیله یې څرګنده کړه چې په هېواد کې به د درملنې اسانتیاوې برابرې شي.