په هرات کې د کورنيو توليداتو د نندارتون جوړيدل
کابل باخترد سلواغې يوولسمه :
د کورنيو توليداتو نندارتون د (فصل بيداري) ټيم په اهتمام نن په هرات ښار کې جوړ شو.
په دې نندارتون کې کورني محصولات لکه وچه ميوه، بوټان او نور لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شول.
د دغه نندارتون د جوړولو مسوولې نوريې افغان د دغه پروګرام د جوړولو موخه د هغو مېرمنو او نارينه ظرفيتونه او ځواکمني وبلله چې نوي يې په کار پيل کړى دى.
دې وويل: په دې نندارتون کې کابو ١٨ غرفې شته چې په هغو کې بېلابېل محصولات لکه وچه ميوه، لاسي صنايع، د نقاشۍ تابلوګانې، جامې او نور شيان نندارې ته ايښودل شوي دي.
د دغه نندارتون يو تن بل مسوول احمد قاضي زاده د دغه نندارتون د ترسره کولو موخه د دغه نندارتون کارکوونکو ته بازارموندنه او د لاسي صنايعو ملاتړ وباله.
ختم_ شکريه – اکرم