فرهنګ

په هرات کې د کتاب نندارتون پرانيستل شو

کابل/دلیندۍ۱۷مه/باختر
د "فردا براى مطالعه دېر است" ترعنوان لاندې د کتاب نندارتون په هرات کې پرانيستل شو.
دغه نندارتون د قدس خپرونو د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د فرهنګيانو او ليکوالو په شتون کې په علامه سلجوقي سالون کې پرانيست چې د عمومي کتابونو او د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د کتابونو دوه برخې پکې شاملې دي او لس ورځې د علم او فرهنګ د مينه والو پرمخ پرانيستى دى.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس آريا رووفيان وويل چې د تېرو کلونو په نسبت په هرات کې د کتاب لوستلو حالت د ودې په حال کې دى او په هرات کې د کتابتونونو جوړول د کتاب لوستلو په نسبت د خلکو د لېوالتيا زياتوالى ښيي.
د قدس خپرونو مسوول وويل: په نندارتون کې ٣٠ زره کتابونه په پنځه زره عنوانونو سره نندارې ته وړاندې شوي دي چې ٣٠٠٠ عنوانونه يې عمومي کتابونه او ٢٠٠٠  نور يې د ماشومانو او تنکيو ځوانانو کتابونه دي.
دغه راز په نندارتون کې له٥٠ څخه تر ٦٠ خپروونکو پورې کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
د يو بل خبرله مخې:
د هرات په دولتي پوهنتون کې هم د کتاب لوستلو فرهنګ د ترويج په خاطر د کتاب نندارتون پرانيستل شوى دى.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته