امنیت

په هرات کې د چاودنې له امله دوه تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٩
د هرات ولايت دکشک رباط سنګي ولسوالۍ په مرکز کې نن په يو موټر سايکل کې دايښودل شوي  بم   د  چاونې له امله   نن دوه تنه   ووژل شول او پنځه   تنه نور
ټپيان شول .
دغه چاودنه ديوه تالار په وړاندې وشوه.
د هرات ولايت يوه امنيتي مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل  :  ددغې چاودنې له امله دوه تنه   ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان  شول .
د هرات ولايت دپوليسو مسوولين  طالبان ددغه بمي بريد مسوول بولي  او وايي ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره پراخ عمليات پيل کړي دي .
سره له دې چې ځينو رسنيو ددغې پيښې دټپيانو شمير ديارلس تنه ښودلى دى خو دپوليسو مسوولين دپنحو تنو ټپي کيدل تائيدوي.
ددغې پيښې د ټپيانو روغتيايي حالت مخ په  ښه والي بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته