خبرونهاقتصادټولنه

په هرات کې د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو چارې پيل شوې

کابل، د مرغومې ۵مه، باختر

د هرات ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د پنځلسمې ناحیې اړوند د شیدايي شل متره واټ د قیر کولو چارې پیل شوې.

دغه سړک ۵۵۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري چې د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د ۷ میلیونو او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت رغول کېږي.

د هرات ښاروال ملا عبدالرازق راشد د دغې پروژې د پرانیستلو پرمهال د هرات له ښاریانو وغوښتل ترڅو د ملکیتونو د صفايۍ او صنفي جوازونو د محصول پر وخت تحویلۍ کې د هرات ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې کار به د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته