په هرات کې د څه باندې ۳۰۰ روږدو کسانو درملنه وشوه
کابل، د مرغومې ۲۴مه، باختر
کورنیو چارو وزارت په هرات کې ولایت کې په نشه يي توکو د ۳۵۲ روږدو کسانو د درملنې او خپلو کورنیو ته د سپارلو خبر ورکوي.
دغه وزارت ویلي چې ۳۵۲تنه روږدي کسان چې د هرات د روږدو د درملنې په ۴ زره بستریز روغتون کې بستر وو، تر درملنې وروسته کورنیو ته وسپارل شول.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه روږدي کسان چې پخوا د هرات امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو له مرکز هرات ښار او ولسوالیو راټول کړي وو د یو کلن بستر او درملنې وروسته په خپلو کورنیو وسپارل شول.
یاده دې شي چې د اسلامي امارت په راتګ سره نه یوازې په ټول هېواد د نشه يي توکو په کرکیله، قاچاق او پلور بندیز لګېدلی بلکې ورسره هم مهال په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه هم پیل شوې او په خورا چټکۍ سره روانه ده.