کابل/ باختردسلواغې دمياشتې ١٥نيټه :
په هرات ولايت کې د څه د پاسه يو ميليون ۹۰۰ زرو افغانيو په لګښت دځمکو د خړوبولوپه خاطر د اوبو لګولو يو کانال جوړيږي.
باختر آژانس د کليودبيا جوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام د عامه اطلاعاتو ادارې د معلوماتو له مخې خبر راکړ:
دغه کرنيزکانال د کليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دولسي تړون دپروګرام له خوا د هرات ولايت د زنده جان ولسوالۍ په قلعه نوک صفرخان کلي کې جوړيږي .
د دغې ټولګټې پروژې په بشپړيدو سره به څه د پاسه ٢٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي او ١٥٩ کورنۍ به د هغه له اسانتياوو څخه ګټه واخلي.
پاى ذکرالله