خبرونهروغتیا

په هرات کې د پوليو واکسين کمپاين پيل شو

۳۳- کابل / د ليندۍ ٩ مه / باختر
په هرات کې د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې د ماشومانو د واکسين د کمپاين درېیمه دوره پيل شوه.
د هرات د والي مرستيال ډاکټر نوراحمد حيدري له خلکو وغوښتل چې د پوليو ناروغۍ په وړاندې خپل ماشومان واکسين کړي.
د هرات د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر محمد آصف کبير باختر آژانس ته وويل چې د پوليو واکسين د کمپاين درېيمه دوره د هرات په ټولو ناحيو او ولسواليو کې د کور په کور ډول تطبيقېږي.
ټاکل شوې ده په دې دوره کې په هرات کې له پنځه کلنی څخه ښکته ۶۵۴ زره ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې واکسين شي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله وال طالبانو څو ځلې په هرات کې د پوليو واکسين د تطبيق مخه نيولې ده.
د هرات د عامې روغتيا رياست مرستيال له طالبانو وغوښتل چې د پوليو خطرناکې ناروغۍ په وړاندې د ماشومانو د واکسين مخه ونه نيسي.
په هرات کې د طالبانو ګواښ د دې سبب شوى دى چې د پوليو واکسين هره دوره له پنځه کلنى څخه ښکته له ۷۰ څخه تر ۷۵ سلنې پورې ماشومان تر پوښښ لاندې ونيول شي او زرګونه ماشومان له واکسين څخه بې برخې پاتي شي.
د هرات د حج او اوقافو رييس هم له طالبانو وغوښتل چې د پوليو واکسين د تطبيق مخه ونه نيسي.
هغه د جوماتونو له ملا امامانو وغوښتل چې خلکو ته د پوليو واکسين د ارزښت په اړوند تبليغ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د نورو ولايتونو ترڅنګ هرات هم په دې وروستيو کې د پوليو د دوو مثبتو پېښو شاهد و.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته