په هرات کې د يو پوځي د ترورعامل ونيول شو

کابل/ باختر/ دکب د مياشتې ٥مه
يو وسله وال تروريست د هرات ولايت د پوليسو له خوا ټپي او ونيول شو .
دغه تروريست له هغه وروسته د پوليسو له خوا ټپي شو چې د يوولسمي امنيتي حوزې د پوليسو يو سرتيرى يې په ډزو سره شهيد کړى و.
نيول شوى تروريست د هرات ولايت د يوې ديني مدرسې زده کوونکى دى.
د هرات ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې نيول شوی کس دطالبانو په ډله کې په خپل غړيتوب او په هرات ولايت کې يې د څو خونړيو بريدونو په ترسره کولو اعتراف کړى دى.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته