ټولنه

په هرات کې د يوې ځوانې ميرمنې ځان وژنه

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٤ :
په هرات ولايت کې پرون يوې ځوانې  ميرمنې ځان  وواژه او خپل  ژوند يې پاى ته ورساوه  .
دغه ځوانه ميرمن د هرات ښار د مربوطاتو په عبدال آباد سيمه کې د کورني تاوتريخوالې له امله د تومانچې په ډزو سره ځان وواژه.
د هرات ولايت د پوليسو يوه مقام باختر آژانس ته وويل چې د دغې پيښې په اړوند تر اوسه پورې څوک نه دي نيول شوي او د دغې پيښې د رامنځته کولو په اړوند زياتې څيړنې پيل شوې دي.
دغه راز د هرات د حوزوي روغتون يوه مسوول محمد رفيق شيرزى وايي: پرون د يوې ځوانې ميرمنې مړى دغه ررغتون ته ليږدول شوى دى.
په هرات ولايت کې د ښځو پرخلاف تاوتريخوالى په ټولنه کې يوه ستره انديښنه او  ستونزه ده.که څه هم کارپوهان په وار وار لوږه، بېسوادي او جبري ودونه د دغه شان تاوترخوالي علت بولي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته