امنیت

په هرات کې د يوې وژنې مخنيوى او د جعلي پيسوکشف

کابل باختر د کب دمياشتې  ٧ :
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو د يوې وژنې مخه ونيوله .
يو تن چې غوښتل د خپلې وسلې په واسطه د هرات ولايت يو اوسيدونکى ووژني؛  د دغې قوماندانۍ له  جنايي جرمونو سره د مبارزې د مديريت  د منسوبينوله خوا ونيول شو.
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ يو مقام باختر آژانس ته وويل: پوليسوله دغه سړي څخه يو روسي کلاشينکوف هم ترلاسه کړى دى .
نيول شوى سړى ترڅارنې لاندې دى او قضيه څيړل کيږي.
ديوبل خبر له  مخې: 
د هرات ولايت د غوريانو ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پوليسو د يوې اندازې جعلي پيسو په کشفولو بريالي شوي  دي.
دغه پيسې چې ١٢٠ زره افغانۍ او ٩٥زره ايراني تومانه دي؛ د غوريانو ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د مسنوبينو په هلوځلو سره ترلاسه شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د دغې پيښې په اړوند د هرات ولايت د تورغنډۍ ښارګوټي
يو تن د پوليسو له خوا نيول شوى او قضيه تر څيړنې لاندې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته