کابل، د مرغومې ۸مه، باختر
په هرات کې د يوې ترافيکي پيښې له امله يو تن مړ او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د هرات د ترافيکو مدیریت يوې سرچينې باختر آژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار په انجيل ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو ګړندی موټر له يوه پلچک سره وجنګېد او په پایله کې یې يو تن مړ او درې نور ټپیان شول.
ورته مهال روغتيايي سرچينو د دې پېښې د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.
د موټر چلوونکو بې احتیاطي د دې پېښې اصلي لامل بلل شوی دی.
15 د یوې دقیقې څخه لږ