په هرات کې د يوې انسان تښتوونکې ډلې دړې وړې کيدل
![Default Placeholder](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2020/10/Default-placeholder-1-780x470.png)
کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠ :
د انسان تښتوونکو يو بانډ د هرات و لايت په غوريانو ولسوالۍ کې وپيژندل شو او وځپل شو.
د دغه بانډ په غړو چې پنځه تنه دي؛ تور لګول شوى دى چې څه موده مخکې يې دکشک رباط سنګي ولسوالۍ د تورغونډى ښارګوټي يو اوسيدونکى تښتولى او وروسته يې وژلى دى.
په هرات ولايت کې مسوولين ددغه خبر په اعلامولوسره وايي چې ددغه بانډ دنوروغړو دپيژندنې او نيولو لپاره دغوريانو ولسوالۍ په کچه دپوليسو او د امنيتي ځواکونو عمليات پيل شوي دي .
دهرات دوالي ويان جيلاني فرهاد وويل چې ددغه بانډ دوه تنه نور غړي پيژندل شوي او ترڅارنې لاندې دي.
دهرات د والي د ويندوى د څرګندونوله مخې : ددغې انسان تښتوونکې ډلې په پيژندنې او ځپلو سره به په غوريانو ولسوالۍ کې حالت ښه شي او د سازمان موندلو جرمونو کچه به ټيټه شي.
ويل کيږي چې د دغه بانډ غړو د تورغونډى ښارګوټي يو اوسيدونکى تښتولى او په يوه څاه کې يې ساته چې له بده مرغه دتښتوونکو ځورونه ددغه سړي د مړينې سبب شوې وه.