کابل باختر د وږي د مياشتې ٢٧ :
درې تنه د غير قانوني فعاليتونو په تور د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونيول شول.
دغه درې تنه دوسلو دساتنې، دامنيت دګډوډلو، وژنې او د وسايطو د غلا په تور د ګذرې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ دپوليسو له خوا له دوو کلاشينکوفونو او له يوه کرولا موټر سره ونيول شول.
دموټر خاوند کولاى شي د سندونو په وړاندې کولو سره خپل موټر د ګذرې ولسوالۍ له امنيې قوماندانۍ څخه ترلاسه کړي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ