هرات باختردوري دمياشتې ٢٥نيټه :
په هرات ولايت کې نن سهار د ولسواليو د شوراګانو او د ولسي جرګې د انتخاباتو د رايې ورکولو د نومونو د ثبتولو بهير پيل شو.
د هرات والي محمدآصف رحيمي د همکارو ريېسانو په شتون په دې بهيرکې د رايې ورکولو د نومونو د ثبتولو لپاه داسانتياو په برابرولو تينګار وکړ او ويې ويل د افغانستان داسلامي جمهوريت له لارښوونې سر سم هيڅوک په دغه بهيرکې په غيرمسوولانه توګه د مداخلي حق نلري خو ادارې په دې مکلفې دي څو دشفافو انتخاباتو دترسره کولو په خاطر همکاري وکړي.
د هرات والي ادارو ته لارښونه وکړه، تر څو په دغه بهيرکې د شته امکاناتو په لرلو سره ونډه واخلي.
د هرات ولايت د انتخاباتو دکميسيون ولايتي ريېس ډاکټر داوود صديق زاده وويل ټاکل شوې ده د نوم ليکنې بهير په هرات ولايت کې په دوو برخو کې په ٤٦٢ مرکزونو کې عملي شي .
صديق زاد زياته کړه ؛ د رايې ورکوونکو دنوم ليکنې دغه مرکزونه به په جوماتونو ، ښوونځيو او فرهنګي او ټولنيزو مرکزونو کې فعاليت ولري.
د انتخاباتو د ولايتي کميسيون ريېس د انتخاباتو له مرکزي کميسيون سره د وزارتونو د موافقې له مخې د ادارو د همکارۍ غوښتونکى دى .
په دې غونډه کې مسوولانو د دغه بهير دپرمختګ په خاطر له دولتي امکانات څخه په استفادې سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې د چارو د همغږۍ کميټې د دولتي ادارو له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د دغه بهير د پرمختګ په خاطر همکاري وکړي.
د حج او اوقافو ريېس وويل ؛ د جوماتونو له الحاقيه خونو څخه به هم دنوم ليکنې په خاطر استفاده وشي .
دپوهنې ريېس هم د دغه بهير د اسانتياو د برابرولو په خاطر په ښوونځيو کې د همکارۍ ژمنه وکړه. پاى ع ذ