امنیت

په هرات کې د وسله والو طالبانو د ډزوله امله د څلورو تنو ملکي وګړومرګ ژوبله.

کابل باختر د وږي د مياشتې ٢٦:
دهرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ کې په يوه مسافر وړونکي موټر دناپيژاندو وسله والو کسانو دډزو له امله يو تن ووژل شو او درې تنه نو ټپيان شول.
دغه پيښه پرون غرمه د ګذرې ولسوالۍ په کورت سيمه کې رامنځته شوه.
ددغې پيښې په ټپيانو کې يوه کوچنۍ نجلۍ هم شامله ده .
دهرات ولايت دګذرې ولسوالۍ يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو ډزوکې يو تن وژل شوى او څه ناڅه درې تنه نور ټپيان شوي دي.
ده وسله وال طالبان ددغو ډزو مسوول وبلل او وي ويل چې ددغې پيښې د عاملينو د پيژندنې اونيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي.
ديو بل خبر له مخې:دهرات ولايت په ځينو سيمو کې د خورو ورو نښتو له امله درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نورټپيان شول.
دغه جګړې د تيرې شپې په بهير کې او نن سهار شوي  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته