په هرات کې د هوا د تودوخې له امله د لومړۍ او شپږم تولګي زده کوونکي رخصت شول

کابل / د غبرګولي ۱۷ / باختر
په هرات کې د هوا د تودوخې په خاطر مسوولینو د لومړۍ او شپږم ټولګي زده کوونکوپه رخصتۍ اقدام وکړ.
دغه زده کوونکي د دوو اوونیو لپاره رخصت دي.
دغه پریکړه د پوهنې او د عامې روغتیا د ریاستونو په غوښتنه او د دغه ولایت د والي سید وحیدالله قتالي په منظوری شوې ده .
د هرات د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې دغه پریکړه د زده کوونکو روغتیا ساتنې په دلیل شوې ده.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته