خبرونهاقتصادټولنه

په هرات کې د نږدې ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پراختیايي پروژې چارې پيل شوې

کابل، د مرغومې ۳۰مه، باختر

د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ۲مه ناحیه کې د ۳۳ میلیونو افغانیو په لګښت د یوې پراختیايي پروژې چارې پيل شوې دي.

د یادې پروژې د چارو پیل پرمهال د هرات ښاروال ملا نعمت الله حسن حاجي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د لوی جامې جومات سويلي واټ په اړوند سیمه کې د ښاروالۍ پر ۶، ۷ او ۸  شمېرو ملکیتونو کې د نږدې ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت په تاریخي ډول د هټیو جوړولو چارې پیل شوې.

د حسن حاجي په وینا یاده پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د ۶ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.

یاده  دې شي چې څه موده وړاندې هم د ۷۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ښاروالۍ له اول تر شپږم ملکیتونو کې د هټیو جوړولو پروژې چارې پیل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته