ټولنه

په هرات کې د نوي کال په لومړيو ورځوکې د ترافيکو پيښو زياتوالى

کابل  باختر د وري  دمياشتې ٤ :
د نوي کال په لومړيو ورځوکې په هرات کې د ترافيکي پيښو له امله دوه تنه وژل شوي او څه ناڅه پنځوس تنه نور ټپيان شوي دي.
د هرات د مرکزي روغتون يوه مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل: د هرات ښار  او ولسواليو په کچه د ترافيکي پيښو له امله زياتره ځوانان زيانمن شوي دي .
ويل کيږي په يوه له دغو پيښوکې د دوو موټرسايکلونو د ټکر له امله سپرلۍ يې  وژلې شوې دي. په نورو پيښوکې هم پنځوس تنه ټپيان شوي دي چې همدا اوس تر درملنې لاندې دي .
د روغتون مسوولينو د زياترو ټپيانو روغتيايي حالت مخه په ښه والي بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته