په هرات کې د نهو تنو ډاراچوونکو وژل کيدل
هرات باختردکب دمياشتې٢٤ نيټه :
نهه تنه ډاراچوونکي پرون د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې ووژل شول.
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده باخترآژانس ته وويل ؛ دغه ډار اچوونکي دهرات و لايت دشينډنډ ولسوالۍ په قاضي آباد سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
ده زياته کړه ؛ په دې جګړه کې ١٣ تنه نور ډاراچوونکي ټپيان شوي هم دي.
پاى ذکرالله