خبرونهامنیت

په هرات کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۲ زره ۵۰۰ کسان نیول شوي

کابل، د سلواغې ۲۴مه، باختر

د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې آمریت چارواکي وايي، چې تر اوسه يې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۲ زره ۵۰۰ تنه نېولي او دوسيې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلې دي.

د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي حيات الله روحاني وايي، دوى هڅه کوي، چې د نشه يي توکو ټول قاچاق وړونکي ونيسي او په دې برخه کې يې ټيمونه په ښار او ولسواليو کې فعاليت لري.

مولوي روحاني زياتوي، چې دوى هم له ښار څخه په نشه يي توکو روږدي ۴ زره ۴۰۰ کسان راټول او درملنه یې روانه ده.

د نوموړي په خبره، تر اوسه په دې برخه کې پراخ اقدامات شوي او په دغه ولایت کې د نشه يي توکو کښت، خرڅلاو او استعمال د پام وړ کم شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته