امنیت

په هرات کې د نشه يي توکو دوه قاچاق وړونکي ونیول شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۲مه
د هرات پولیسو د نشه يي توکو دوه قاچاق وړونکي ونیول.
د هرات پولیسو په دوو عملیاتو کې وکولای شول د نشه يي توکو دوه قاچاق وړونکي ونیسي.
له نیول شويو کسانو څخه یو تن یې غوښتل څه ناڅه څلور کیلوګرامه ښيښه ډوله نشه يي توکي او یو کیلوګرامه هیرويين له میر داوود دروازې څخه هرات ښارته ولېږدوي..
په نورو عملیاتو کې د هرات پولیسو وکولای شول د نشه يي توکو بل قاچاق وړونکی چې له څه مودې رادې خوا تر تعقیب لاندې و، په اسلام قلعه سیمه کې ونیسي.
د هرات پولیسو یوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وویل چې نیول شویو په لومړنیو تحقیقاتو کې د نشه يي توکو د قاچاقو پر څو مواردو اعتراف کړی دی.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته