امنیت

په هرات کې د ناپيژاندووسله والو کسانوله خوا په دوو صرافانو ډزې

کابل باختر د کب دمياشتې  ٦ :
په هرات ولايت کې په دوو تنو صرافانو د ناپيژاندو وسله والو کسانوله  خوا  ډزې وشوې  چې په دې پيښه کې يو تن يې ووژل شو .
درارسيدلو خبرونو له مخې : په دغو دوو تنو دامريت په څلورلارې کې چې دهرات ولايت يوه ګڼ ميشته لاره ده ډزې وشوې.
دهرات ولايت يوه امنيتي مقام باخترآژانس ته وويل :  يرغلګرله ساحې څخه  تښتيدلي اودهغوى دپيژندلو اونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
دغه راز دهرات دروغتون وياند محمدرفيق شيرزي ددويم ټپي صراف روغتيايي حالت  مخ په ښه والي وباله .
دغلا زياتوالى ، شوکمارۍ او وژنې  دهرات خلک انديښمن کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته