امنیت

په هرات کې د ماشوم د کتاب نندارتون جوړشو

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢١  :
د ماشوم د کتاب نندارتون پرون د هرات د (آرمان) د فرهنګي ټولنې له خوا د علامه صلاح الدين سلجوقي په تالارکې پرانستل شو.
د آرمان د ټولنې مسوول خالد عطايي وايي: دغه نندارتون دماشومانو دبېلابېلو موضوعګانو په باب په لسګونو عنوانه کتابونه لري .
د ايران د قونسلګرۍ فرهنګي مسوول هم ددغه نندارتون دجوړولو د ارزښت په باب  خبرې وکړې.
د هرات د سولې د عالي شورا رئيس مولوي غلام سروري هم د دغه نندارتون د جوړولو له امله په هرکلي سره دځوانانو دسالمې روزنې په لاره کې دمطالعې رول  ارزښتناک وباله .
دغه راز دهرات يو تن فرهنګي اسحق  بايرامي هم د ماشومانو د ادبياتو په وده او سالمه روغتيا کې د ماشوم د کتاب د نندارتون جوړول مهم وبلل او هيله يې وکړه چې په راتلوونکې کې د دغه شان نندارتونو د دوام په خاطر هلې ځلې وشي.
د يادونې وړ ده چې د آرمان فرهنګي ټولنه له څو کلونو راپه دې خوا جوړه شوې ده او تراوسه پورې يې د هنري، سولې او ټولنيزو موضوعګانو په باب بېلابېل نندارتونونه جوړکړي دي.
په دې غونډه کې دتوحيد د ليسې يو شمېر زده کوونکو د موضوع په باب خپلې مقالې ولوستلې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته