په هرات کې د لویدیځې حوزې د عالمانو شورا مرستیال ترورشو
کابل / د غبرګولي ۱۳ / باختر
ناپېژاندو کسانو نن سهارپه هرات کې د لویدیځې حوزې د عالمانو شورا مرستیال ترورکړ.
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده باخترآژانس ته وویل چې ناپېژاندو کسانو مولوي محمد کبابیاني کله چې له جومات څخه د خپل کورپه لور روان و د انجیل ولسوالۍ د کبابیانوپه کلي کې شهید کړ.
ولیزاده زیاته کړه ، د دغې پېښې د عاملینود پېژندنې او نیولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي رسنیوته وویل، مولوي محمد کبابیاني په ټپي حالت کې دغه روغتون ته لېږدول شوی دی چې د سختوټپونوپه دلیل مړشو.
تراوسه د دغې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
پای-ع