کابل باختر دوږي يوولسمه :
د هرات ولايت د عدليې رياست مسوولين په دغه ولايت کې د معاملاتو د لارښوونې د دفترونو د اجرااتو د څارنې او څيړنې د بهير د پيل يادونه کوي .
د هرات د عدليې رييس غلام محمد رحماني پرون د ولايت د مطبوعاتو په مرکز کې په يوه خبري غونډه کې په روان کال کې د لارښوونې د څلور پنځوسو جوازونو د ويشلو خبر ورکړ او ويې ويل: د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې د لارښوونې د معاملاتو د ٢٥٠ دفترونو اجراات څيړل شوي دي چې د اصلاحاتو سبب شوى دى .
د هرات د عدليې رييس د دغې ادارې په وړاندې د چلنجونو او پرتو خنډونو يادونه وکړه او ويې ويل: د امنيتي چلنجونو له مخې په لرو پرتو سيموکې ددولتي ځمکو د تصفيې کولو بهير او د عامه ځمکو بشپړ تثبيتول نه دي ترسره شوي.
په همدې حال کې د هرات ولايت وياند جيلاني فرهاد کشفي ارګانونو ته د ځمکې د غاصبينو د معرفي کولو په لاره کې د دغې ادارې د جديت هرکلي وکړ او ويې ويل چې د هرات د سيمه ئيزې ادارې د پريکړې له مخې به له زور واکو او سر غړونکو سره د قانون له مخې جدي چلند وشي .
ختم _ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل