ورزش

په هرات کې د فوټبال او باسکتبال سيالۍ پاى ته ورسيدې

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٧
په هرات ولايت کې د اتلانوجام د فوټبال سيالۍ د ابو مسلم  د ټيم په اتلوالي سره پاى ته ورسيدې.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل: ددغو سياليو په پاى لوبه کې چې پرون مازيګر د ابومسلم او د غوريانو د منتخبو ټيمونوترمنځ وشوه؛ لوبه د صفر په مقابل کې په دووسره د ابومسلم د ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم اتل شو.
دغه سيالۍ د شپږو تيمونو ترمنځ په هرات ښارکې پيل شوې دي.
ديوبل خبرله مخې: د هرات ولايت د ابومسلم ټيم د باسکتبال د سياليو لومړى مقام وګاټه.
دغه سيالۍ چې درې ورځې مخکې د هرات ولايت د دريو ټيمونو، دکابل د يو ټيم او د قندهار د يو ټيم په ګډون په هرات کې د بدخشان د پيښې د قربانيانو په درناوى پيل شوې وې؛ د هرات د ابومسلم ټيم او دکابل د ملي امنيت ټيم پاى لوبې ته لاره وموندله چې لوبه د ٧٢ په مقابلې کې په ٧٧ سره د ابومسلم ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم لومړى مقام وګاټه.
دغه راز دکابل د ملي امنيت او د هرات د آريا ټيم دويم او دريم مقامونه وګټل او د اخلاقو کپ د قندهار د احمد شاه بابا ټيم ته ورکړ شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته